د لاسرسي ځای

د مشال خان وژنې کېس څېړلو لپاره د وکيلانو نوی ټيم جوړېږي


د اپرېل پر ديارلسمه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کوونکيو له خوا وژل شوي مشال خان د وژنې کېس څېړلو لپاره د قانون ـ پوهانو نوی ټيم جوړېږي په کوم کې چې به لطيف اپرېدی، خواجه اظهر رشيد او سليم خان ترڅنګ نور وکيلان شامل وي.

د مشال خان د وژنې په اړه د ديارلس کسيزه ګډ پلټنيز ټيم (جی ای ټي) د راپور تر راتلو وروستو د جون پر پينځمه نېټه د مشال پلار غوښتنه کړې وه چې صوبايي يا وفاقي حکومت دې د وکيلانو خرچه ومني. له دې وروستو یې د خېبر پښتونخوا سپيکر اسد قېصر له هغه سره ليده کاته کړي ول.

په دې اړه د مشال خان پلار وايي چې د صوبايي اسمبلۍ سپيکر ورته په ملاقات کې ويلي ول چې صوبايي حکومت به د قانوني مرستې په توګه يو وکيل دوی ته ورکوي خو نوموړی وايي چې دوی د وکيلانو خپل يو ټيم جوړوي چې مشري به يې مشر وکيل لطيف اپرېدی کوي او د صوبايي حکومت له خوا چې ورته کوم نوم ورکړل شوی له هغه سره يې لا هم ليده کاته نه دي کړي.

''د لطيف اپرېدي په مشرۍ کې موږ خپل د وکيلانو ټيم جوړوو خو موږ غواړو چې حکومت هم مونږ ته يو تکړه او مضبوط وکيل راکړي خو شرط به دا وي چې هغه به زموږ په خوښه کار کوي. کوم تن چې اسدقېصر ويلی هغه سره مو لا ليده کاته نه دي کړي، چې موږ خپل ټيم برابر کړو نو په پای کې به له هغه سره هم وينو."

د مشال خان پلار زياتوي چې پر زوي يې دا تور لګول شوی وو چې د هغه سره په زرګونو يا لکونو روپۍ په بېنک کې پرتې دي خو د پنجنشبې په ورځ د مشال خان سامان له پوهنتونه کور ته راوړل شوی چې پکې جامې، واسکټ او يواځې ۲۷۰ روپۍ دوي ته ورکړل شوي دي . په دغه سامان کې موبايل، لېپ ټاپ او کېمره موجود نه وو او نه ورته تر دې دمه چا ويلي چې دغه ورک شيان چرته دي.

په سپريم کورټ کې د چيف جسټس له خوا دغه پېښه په پام کې نيول شوې وه او درې اوونۍ وړاندې د اورېدنې پرمهال د خېبرپښتونخوا پوليسو خپل پلټنيز راپور جمع کړی وو.

د مشال خان د وکيلانو د ډلې غړی سليم خان وايي چې د جون پر اوومه نېټه د کېس بيا اورېدنه وه خو د چيف جسټس چين ته د سفر له کبله وځنډېدو او اوس به د هغه د واپس راتلو وروستو بله نېټه ورکول کېږي.

سليم خان وايي چې په دې کېس کې شاوخوا ۶۰ ملزمان دي او د ملزمانو له خوا تر دې دمه ۳۶ وکيلانو وکالت نامې جمع کړي دي نو اوس د دوي لپاره هم ممکنه نه ده چې يواځې په يو يا دوه تنه دا کېس وکړي ځکه ورته د وکيلانو يو ټيم پکار دی او د دې لپاره دوي د وکيلانو سره رابطې پېل کړي دي.

''په دې کېس کې به د هر ملزم خپل فايل جوړېږي چې کوم تورونه دي، کوم ثبوتونه او يا ګواهان دي. بيا ګواهان هم پوهه کول چې کوم رنګ پوښتنې ترې په عدالت کې کېدلی شي. دا يو اوږد او محنت والا کار دی د کوم لپاره چې به يو ټيم په لس اته ورځو کې جوړ شي."

د مشال خان د پلار له خوا په سپريم کورټ کې يو بل درخواست هم جمع کړل شوی چې پکې خواست شوی چې د هغه او د کورنۍ لپاره دې په اسلام اباد کې د اوسېدو او د بچو د تعليم لپاره دې بندوبست وکړل شي.

په هم دې اړه اقبال خان وايي چې دوي خپل ماشومان د ډګرۍ اخېستو لپاره لېږي خو يو زوی يې ورله مړ کړو نو نور بچي د دا رنګ ويرو سره سکول يا کالج ته نه شي لېږلی.

"موږ د مشال خان د ډګرۍ په طمع وو موږ ته يې مړی راغلو. د دې دومره لوی جدوجهد وروستو مونږ ته پرون د هغه يو څو جوړې جامې ترلاسه شوې نو مونږ خپل نور بچي څنګه داسې ځای ته ولېږو چرته چې د هغوي د ژوند تحفظ نه وي نو موږ يې لېږو خو چې د هغوي د ژوند تحفظ خو وي."

د ذکر ده چې د مشال خان د وژنې په اړه د جوړې ګډپلټنيزې کمېټۍ (جی ايي ټي) د راپور ترمخه د هغه پرضد د مذهب د سپکاوي کوم ثبوتونه مخې ته نه دي راغلي د کوم په تور چې هغه وژل شوی وو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG