د لاسرسي ځای

ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د پچیراګام ولسوالۍ په سوري کلي، جودرې، صالح بابا زیارت او وچې لګډې سیمو کې د امنیتي منسوبینو په همکارۍ د ولسي وګړو او داعش ډلې ترمنځ نښتې پیل شوي،چې په ترڅ کې تر دا مهاله ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي،همدا راز د دې نښتو پر مهال دوه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:

د معلوماتو له مخې په یو شمیر غرنیزو سیمو کې وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ هم نښتې شوي،چې له امله یې د ګڼ شمیر داعش وسله والو د وژل کیدو ترڅنګ درې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .

په یادو سیمو کې د جګړې له امله سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي .

XS
SM
MD
LG