د لاسرسي ځای

په بریتانیا کې نن پنجشنبه د جون پر اتمه نېټه رای ورکوونکي په ټولټاکنو کې برخه اخلي او پرېکړه به کوي چې څوک له اروپايي اتحادیې د دې هېواد د وتلو بهیر پرمخ یوسي.

د سیاسي کتونکیو په باور دغه انتخابات به دغه‌راز پر دې مسئلې چې ایا سکاټلنډ له بریتانیا د خپلواکۍ د اعلانولو لپاره ټولپښتنه ترسره کړي، هم اغېز ولري.

د دې ډېره تمه کېږي چې د ترېزا مې په مشرۍ د بریتانیا محافظه‌کار ګوند به خپل برلاسيتوب وساتي او د ۶۵۰ کسیزې ولسي جرګې ۱۷ نورې څوکۍ به هم وګټي.

نظر شمېرنې ښیي چې د مې ګوند به په سلو کې ۴۳ رأیې وګټي او دوهم ځای به د کارګر ګوند ونیسي چې ښایي په سلو کې ۳۶ یا ۳۷ رأیې خپلې کړي.

خو په لندن کې له وروستي ترورېستي برید وروسته چې په انتخاباتو کې ډېر تمرکز د ملي امنیت پر مسئلې شوی، ښایي دغه حالت د ترېزا مې په ګټه وي ځکه هغې ته د ترورېزم په وړاندې جګړه کې د یوه با اعتماده مشرې په توګه کتل کېږي.

XS
SM
MD
LG