د لاسرسي ځای

ايران کې دوه بريدونه شوي دي


نن په ايران کې يو ځانمرګي بريد او د پارليمان په ودانۍ ډزې شوې دي. رويټرز خبري اژانس ويلي چې د آيت الله خميني پر قبر شوې ځانمرګي حمله کې يو کس وژل شوی او څو نور ژوبل دي. يو بريد کوونکی د پوليسو له خوا وژل شوی هم دی.

په يو بله حمله کې د پارلمان پر ودانۍ ډزې شوي دي. مهر خبري اژانس د پارليمان استازي ابوالفضل حسن بيګي په حواله ويلي چې دې بريد کې دوه تنه وژل شوي او اته ژوبل دي.

داعش وسله والې ډلې د بريدونو زمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG