د لاسرسي ځای

'د فاټا اصلاحاتو په باب دې وفاق ځواب راکړي'


د خېبر پښتونخوا حکومت وايي فاټا اصلاحاتو په اړه يې په تېرو درو مياشتو کې وفاقي حکومت ته دوه خطونه لېږلي دي چې پکې یې د خپلو انديښنو ښودلو سره سره تجاويز هم ورکړي دي.

د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان مشال راډيو ته وويل چې خطونو د لارې يې له وفاقي حکومته غوښتلي چې قبايلي سيمې دې ژر تر ژره د خېبرپښتونخوا برخه جوړه کړي او ۲۰۱۸ ټول ټاکنو کې دې نه صرف فاټا نه د صوبايي اسمبلۍ ممبران منتخب کړي بلکه هغوي له دې د خپلو سيمو لپاره د قانون سازۍ حق هم ورکړي خو تروسه ورته د ياد حکومت لخوا څه ځواب نه دی ورکړل شوی.

د نوموړي وينا وه چې د ملک زياتره ګوندونه غواړي چې فاټا دې د خېبرپښتونخوا برخه جوړه کړي شي خو حکومت صرف د مولانا فضل الرحمن او محمود خان اچکزي له وجې اصلاحات نه عملي کوي.

عاطف خان زیاته کړه چې حکومت په دومره مهمې مسلې سياست شورو کړې او که په سپارښتونو يې عملدرامد ونه کړل شو نو له خپلو اتحادي ګوندونو سره به په ګډه کړنلاره ټاکي.

د ذکر ده چې وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې په فاټا کې اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کمېټي جوړه کړه او کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدرېجي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي آر قانون پر ځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يو شمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه کړي وو.

خو د وزيراعظم سلاحکار امير مقام وايي چې حکومت په قبايلي سيمو کې په اصلاحاتو کولو کې سنجيده دې او د چا د فشار لوجې نه بلکې په خپله خوښه يې له وفاقي کابينې څخه د دغه اصلاحاتو منظوري ورکړه.

د نوموړي وينا وه چې د ګوند يې کوښښ دې چې زيات نه زيات خلک دې اصلاحاتو پحقله قايله کړي او چې کوم ګوندونه پرې اندېښنې لري چې هغه ورله هم ختمې کړي او په اتفاق سره دا اصلاحات عملي کړي.

امير مقام زياته کړه چې فاټا د خېبرپښتونخوا برخه جوړولو لپاره د پاکستان تحريک انصاف د خطونو څه حاجت نشته او نه وفاقي حکومت ورته جوابده دې چې دوي څه غواړي هغه به فورا عملي کړي.

د يادونې ده چې د تېر زيارت پرورځ د سېفران وفاقي وزير عبد القادر بلوچ مشال راډيو ته وېلي وو چې د قامي اسمبلۍ په روانه غونډه کې په بجټ بحث روان دې او له دې فورا ورستو به د اسمبلۍ بله غونډه رابللې چې ورته به فاټا اصلاحات د منظورۍ لپاره وړاندې کولې شي.

XS
SM
MD
LG