د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا یوه مشر سفارتکار د ټرمپ تګلارې په غبرګون استعفا وکړه


یوه لوړپوړي امریکايي ډیپلومات د ولسمشر ډونالد ټرمپ له پالېسۍ سره د مخالفت په سبب استعفا وکړه.

ډېوېډ رنک چې په بیجېنګ کې د امریکا د سفارت دوهم لوړپوړی ډیپلومات دی په افغانستان، تایوان، یونان او مورشیتس کې هم د کار تجربې لري.

د چین لپاره د امریکا په سفارت کې تر سفیر وروسته دوهم لوړپوړی مقام ډېوېډ رنک د پاریس له اقلیمي تړون د امریکا د وتلو په خاطر د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې سره د مخالفت په سبب استعفا وکړه.

هغه خپله استعفا د سفارت کارکوونکو په یوه غونډه کې په بیجېنګ کې اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه د استعفا خبر تائید کړی دی.

په بیجېنګ کې د امریکا د سفارت د تر ټولو لوړپوړي ډیپلومات د استعفا خبر لومړی د "سُپ-چینا" وېب‌پاڼې مسؤل مدیر ورکړی و.

د چین لپاره د امریکا متحده ایالاتو نوی سفیر ټېري برنسټډ تېره میاشت د سنا جرګې له‌خوا تائید شوی و او د هغه تر رسېدو پورې د سفارت ټولې چارې ډېوېډ رنک مخته وړلې.

د چین لپاره د امریکا دغه لوړپوړي ډیپلومات په داسې حال کې استعفا وکړه چې د چین او امریکا تر منځ د اقلیمي تړون په برخه کې هڅې د اوباما ادارې له‌خوا هغه څه یادېدې چې دا دواړه هېوادونه‌یې له شته لانجو سره سره ګډ کار ته لېواله کول.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې د پاریس له اقلیمي تړون د امریکا د وتلو پرېکړه اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ.
ولسمشر ټرمپ.

هغه وویل دا تړون د امریکا په ګټه نه‌دی او په تولیدي کمپنیو ډېر فشار واردوي.

د ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه که څه هم اوس په داخلي کچه مخالفتونه لري خو په نړیواله سطحه کې یې د بېلابېلو مشرانو تُند غبرګونونه وپارول.

د فرانسې ولسمشر، د جرمني وزیر اعظمې او د چین او روسیې مشرانو د پاریس له اقلیمي تړون د امریکا په وتلو خواشیني وښوده.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ځینو سلاکارانو او ان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې خواري کوله چې هېواد یې د پاریس په اقلیمي تړون کې پاتې شي.

د پاریس په اقلیمي تړون کې څه باندې ۱۹۰ هېوادونه ګډون لري.

دا تړون په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې جوړ شو او ګډونوال‌یې دې ته ژمن دي چې د ځمکې د تودېدو د مخنیوي لپاره د ګلخانه‌يي ګازونو د خورېدو مخه ونیسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG