د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډرون برید ۲۹ داعشیان وژلي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د کوټ ولسوالۍ په نرګوسۍ سیمه کې هوایي برید تر سره کړی چې له امله ۲۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په وژل شوو داعشیانو کې زیات شمېر بهرنیان دي. او په دې پېښه کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.


داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG