د لاسرسي ځای

د لندن پېښې په تړاو یوشمېر کسان نیول شوي


د برېتانیا پولیس وايي، په تازه چاپو کې‌ یې د لندن ښار د وروستۍ حملې په تړاو یوشمېر نور کسان نیولي دي.

پولیسو د لندن په ختیځ کې د دوشنبې په سهار وختي له حملو وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یوشمېر کسان یې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو شمېر نه دی په ګوته شوی.

د لندن د یکشنبې د شپې په حملو کې ۷ تنه ووژل شول چې ذمه واري یې اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله. دغه برید چې د اتوار په شپه رامنځ ته شوی وو پکې دریو برید ګرو اول په خلکو ګاډی وخیژاوه او بیا یې خلک په چړو ووهل. په دې پیښه کې اووه کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل شوي دي. دغه درې واړه بریدګر په موقع پولیسو په ډزو ووژل.

رویټرز او اې ایف خبري ایجنسیو تیره ورځ د اسلامي دولت وسله والې ډلې سره تعلق لرونکې ویبپاڼې عماق د معلوماتو په بنیاد خبر ورکړې چې وايي دغه برید د دوی د وسله والو یوې ډلې ترسره کړی دی.

بلخوا د لندن پولیسو ویلي د یاد برید سره په تړاؤ یې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې دولس مشکوک کسان نیولي چې پکې اووه ښځې او پنځه سړي شامل دي.

XS
SM
MD
LG