د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمعیت ګوند د حنیف اتمر ګوښه کېدل غواړي


د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د کابل د وروستيو بریدونو په تړاو، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي ارګانونو د مشرتابه د لیرېکولو غوښتونکی شو.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح‎الدین رباني چې د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست هم دی، د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امنیتي ارګانونه د ښاریانو امنیت خوندیکولو وړتیا او اراده نه‌ لري.

نوموړي چې کابل کې د وروستیو پېښو په تړاو خبرې کولې وویل چې یو شمېر حملې د امنیتي مسؤلینو د تفاهم او همغږۍ پرته ممکنې نه‌ دي.

ښاغلی رباني وايي چې د جمعیت له غړو سره تر بحث او مشورو وروسته دوی د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د امنیتي ارګانونو د مشرتابه د ګوښه کولو غوښتونکي دي.نوموړي زیاته کړه:

"د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي بنسټونو د مشرانو لیرېکول او د هغوی پر ځای د منلو او وړ کسانو ګمارل، د چارشنبې، جمعې او شنبې ورځې د خونړیو پېښو شفاف څېړل او د دغو پېښو د امر ورکوونکو محاکمه کول او درېیم دا چې حکومت ته د مشروعیت ورکوونکي هوکړه‎لیک عملي کول، زموږ غوښتنې دي."

ښاغلي رباني د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې انتحاري حملو ته په اشارې سره وویل چې د جمعیت مشرانو د شخصي ترور پروګرام اوس ډله‎ییز اړخ نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د محمد عالم ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې د جمعیت ګوند پر غړو سربېره ګڼو نورو حکومتي چارواکو، سناتورانو، وکیلانو او د نوموړي دوستانو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان جمعیت ګوند په داسې حال کې دا غوښتنې مطرح کوي چې کابل د چارشنبې په ورځ د یوّ موټر بم چاودنې شاهد وو چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د جمعې په ورځ د حملې په تړاو یو شمېر کابل ښاریانو مظاهره وکړه چې د ۳ نورو مظاهره کوونکو تر څنګ سالم ایزدیار هم په‌کې ووژل شو.

د شنبې په ورځ بیا د نوموړي د جنازې په مراسمو کې هم انتحاري حملې وشوې چې اووه کسان په‌کې ووژل شول او نېږدې ۱۰۰ نور ټپیان شول.

د جمیعت اسلامي ګوند د اعتراض او غبرګون تر څنګ د کابل په شیرپور سیمه کې د تحصن په خیمه کې د اعتراض کوونکو اعتراضونه د ځلورمې ورځې لپاره لا هم روان دي.

دا اعتراضونه د دې لامل شوي چې ارګ، اجرائیه ریاست او یو شمېر امنیتي ادارو ته تللې لارې د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.

خو د جمعیت اسلامي ګوند د دغو غوښتنو په بدل کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د وروستیو ترورېستي پېښو تر څېړلو مخکې هېڅ ډول اقدام نه‌کېږي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل:

"هره پېښه چې کېږي ټول اوسېدونکي او حکومت منتظر وي چې په اړه‌یې له بېلابېلو زاویو هر اړخیزه څېړنه ترسره شي، موږ خو د طالبانو په شان نه‌غواړو چې د هر څه په اړه دې صحرايي محکمه او یا له څېړنې مخکې اقدامات وکړو، هره پېښه چې کېږي باید وڅېړل شي چې پړ څوک دی."

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي وايي چې په کابل کې تر وروستیو پېښو وروسته لږ تر لږه دوه فوق‎العاده امنیتي ناستې شوې دي او پرېکړه شوې چې وروستۍ پېښې په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

جمهوري ریاست وايي چې د څېړنې په دغه پلاوي کې لویه څارنوالي، د چهارشنبې د ورځې د پېښې د قربانیانو کورنۍ او د اعتراض کوونکو استازي شامل دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG