د لاسرسي ځای

تازه خبر

خامنه‌اي: منځني ختيځ کې د لوېديځ تګلارو هغوی خپله زیانمن کړي


د ايران مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه اي ويلي چې په اروپا او نورو لويديځو هېوادونو کې د داعش حملې ښيي چې په منځني ختيځ کې د لویديځو هېوادونو پالیسۍ د دوی په خپل زيان تمامې شوي دي.

خامنه اي وويل:

"نن داعش ډله په عراق او سوريه کې له خپل مرکزه دباندې شوي او د افغانستان، پاکستان او حتی فیلپین او اروپايي هېوادونو ته يې مخه کړې ده."

د ايران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه اي
د ايران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه اي

خامنه اي دا خبرې د يکشنبې په ورځ په تهران کې د لوړپوړو چارواکو په حضور کې د ايران د انقلاب د مشر ايت‎الله روح‎الله خُميني د مړينې په کلیزه کې وکړې. خُميني په ۱۹۸۹میلادي کال کې مړ شوی وو.

خامنه اي زياته کړه، دا هغه اور دی چې لويديځ هېوادونو په‎خپله بل کړی او اوس د دې اور مخ دوی ته ور اوښتی دی.

خامنه اي په مې مياشت کې سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال د میليارد ډالرو موافقو ته په اشاره وويل چې د ايران سیمه یېز سيال سعودي عربستان د امریکا د ملګرتيا لپاره لوړه بیه پرې کړې ده.

نوموړي وویل:

"د سعودي حکومت د دې لپاره چې د امريکا له نوي ولسمشر سره جوړ جاړی وکړي، اړ شوی چې د خپلو مالي منابعو تر نيمايي زياته برخه د امریکا له اهدافو سره سم د امريکا په خوښه مصرف کړي. د امريکا ولسمشر د يوه قبيلوي او وروسته پاتې نظام له مشرانو سره توره په لاس رقص کوي، خو د ايران د ازادو انتخاباتو پر۴۰ میليونه رايو انتقاد کوي. "

ده په خپله وینا کې د اصلاح غوښتونکي دريځ پر وړاندې خبرې وکړې چې د ايران ولسمشر حسن روحاني تېره مياشت د بيا ولسمشر ټاکل کېدو په هيله غوره کړی دی.

روحاني د کمپاين پرمهال خپل محافظه کاره مخالفين سخت دريځي بللي دي او ويلي يې دي چې ايرانيانو ته به ډېره ازادي تضمين کړي او له لويديځ سره به مذاکرې زیاتې کړي.

خو خامنه اي دغو خبرو ته په اشاره وويل:

"انقلابي چلند ته د سخت دريځۍ نوم مه ورکوئ. نن ایران انقلابيتوب ته اړتيا لري. "

ده زياته کړه، منطق دا دی، کله چې يو څوک يو ځل ځان ازاد کړي، بیا دې ځان د امریکا د قدرت او غرور تر تسلط نه لاندې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG