د لاسرسي ځای

بلوچستان کې د ١٢ داعشیانو د وژلو ادعا


د پاکستان پوځ عامه اړيکو څانګې «اى اېس پي ار» په خپله یوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې امنيتيو ځواکونو يې د مستونګ په يوه غرنۍ سيمه کې د ردالفساد عملياتو په ترڅ کې ۱۲ ترهګر وژلي او د وسله‎والو په ځوابي ډزو کې یې هم پنځه سرتېري او دوه نور افسران ټپيان شوي دي چې په هغوى کې د دوو حالت مرګونى بلل کېږي.

دغه عمليات د شنبې په شپه پيل شوي وو او د يکشنبې تر ورځې يې دوام کړى دى.

د پاکستان انګليسۍ ژبې یوې ورځپاڼې 'ډان' په ‎خپل يوه راپور کې ويلي چې پاکستاني استخباراتي ادارو معلومات ترلاسه کړي وو چې د مې پر ۲۴مه له کوټې تښتول شوي دوه چينايان چې يوه ښځه يو سړى وو د مستونګ په غرونو کې ساتل شوي دي، ځکه نو امنيتي ځواکونو ورپسې پټ په پټه د پلټنې عمليات پيل کړل او د «کوه ماران» سيمې په غرونو کې د وسله‎والو پر يوه سمڅه پېښ شول چې تر منځ‌ يې نښته پيل شوه او په نتيجه کې يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.

​په دې پېښه کې وژل شوي ۱۲ تنه وسله‎وال د داعش ډلې غړي بلل شوي او ويل کېږي چې په دوى کې د دې ډلې مهم قوماندانان شامل وو چې د پاکستان له نورو سيمو هلته ورغلي وو او په بلوچستان کې يې د ترورېستي بريدونو لپاره غونډه کوله، خو دا خبره د بلوچستان صوبايي چارواکیو نه‌ ده تائيد کړې چې ايا وژل شوي کسان د داعش ډلې غړي ول که څنګه؟

ترلاسه شوي راپورونه وايي چې ځيني وسله‎وال ژوندي هم نيول شوي او وسلې ځینې ترلاسه شوې دي، خو تر اوسه نه‌ هم د وژل شويو او نه د ژونديو نيول شويو وسله‎والو نومونه او پېژندګلو په ډاګه شوى دى.

که څه هم د بلوچستان چارواکي تر اوسه پورې په دغه صوبه کې د داعش وسله‎والې ډلې له فعاليته انکار کوي، خو ځينې سرچيني وايي چې د مستونګ په غرنيو سمڅو کې دا د داعش تر ټولو لوى مرکز وو چې د بلوچستان او سند په شمول‌ يې په پنجاب کې هم د دې ډلې فعاليتونه څارل.

په پاکستان کې تر دې وړاندې په تر سره شويو عملياتو کې د دومره زيات شمېر داعش وسله‎والو د وژل کېدو خبر نه‎دى ورکړل شوى.

د ډان ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي چې امنيتي سرتېرو د عملياتو پر مهال هغه موټر هم تر لاسه کړى چې له کوټې څخه چينايي اتباع په‌کې تښتول شوي وو، خو دا تر اوسه څرګنده نه‎ده چې ايا تښتول شوي چينايان له وسله‎والو سره وو او يا د هغوى له منګولو خوشې شوي دي که څنګه؟

بل‌خوا د بلوچستان صوبايي چارواکي وايي چې په کوټه کې مېشت نور شپږ تنه هغه چينايان‌ يې کراچۍ ته لېږلي او له هغه ځايه به خپل هېواد ته ولېږل شي چې په کوټه کې يې د چينايي ژبې د ښوولو مرکز کې زدکړې ورکولې.

د يادونې وړ ده چې داعش وسله‎والې ډلې په تېر يوه کال کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د وسله‎والو بريدونو مسؤليت پر غاړه اخېستى دى، په مستونګ سيمه کې د تېرې مې مياشتې په پيل کې د جمعيت علماى اسلام ګوند د يوه مشر او د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې د مرستيال مشر مولانا عبدالغفور حيدري پر قافلې د بريد مسؤليت هم داعش منلى وو چې ۲۸ کسان په‎کې وژل شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG