د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ۱۲ وسله والو د وژلو ادعا


د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې ای اېس پي ار په خپله وېبپاڼه د اتوار په ورځ خبر ورکړی چې دغه وسله وال د یادې صوبې په مستونګ او خوا اوشا سیمو کې د دوه ورځینیو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د دې خبر ترمخه دا وسله وال په یو غار کې موجود وو چې د استخباراتي معلوماتو په اساس پرې امنیتي ځواکونو چاپه ووهله. له وسله والو سره په دغه نښته کې د امینتي ځواکونو پنځه تنه هم ژوبل شوي دي.

وسله والو ډلو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG