د لاسرسي ځای

پاکستان بايد د ماشومانو د خونديتوب قوانين عملي کړي: سپارک


په خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکې اداره سپارک وايي پاکستان بايد د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو لپاره جوړ کړې قوانين عملي کړي.

د دې ادارې يو مشر چارواکي، جهانزيب خان د يکشنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې د ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکې ادارې (Save the Children)په نوي ليست کې پاکستان په ۱۴۸ نمبر ښودل شوی چې بايد تر دې ښه شي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د ماشومانو حقونو ساتنې کمېشن چارواکي وايي دوی د تعليم، روغتيا او نورو برخو کې ځيني کارونه کړي او ښه پر مخ روان دي.

XS
SM
MD
LG