د لاسرسي ځای

عبدالله عبدالله: افغانستان تر ظالمانه تېري لاندې دی


Afghanistan -- CEO Afghanistan Abdullah Abdullah نست رسانه یی عبدالله عبدالله 02.May.2017

عبدالله عبدالله وویل ، دښمن هڅه کوي چې افغان ولس په بېلابېلو نومونو په خپلو منځونو کې واچوي.

کابل: د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغانستان دا وخت تر ظالمانه تېري لاندې دی.

عبدالله عبدالله دا خبره د شنبې په ورځ له هغه وروسته کړې ده چې د کابل په شمالي برخه کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی په جنازه کې درې ځانمرګي بریدونه وشو.

د افغانستان د عامې روغتیا او د کورنیو چارو وزارت چارواکو په وینا ، په دې بریدونو کې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عبدالله عبدالله وویل ، دښمن هڅه کوي چې افغان ولس په بېلابېلو نومونو په خپلو منځونو کې واچوي.

نوموړي وویل ، په دې اړه پلټنې روانې دي چې ځانمرګي څنګه د جنازې مراسمو ته رسېدلي وو.

د محمد علم ایزدیار زوی سالم ایزدیار تېره ورځ کابل کې مظاهره کې د مظاهره چیانو او پولسو ترمنځ اخ وډب کې ووژل شو چې نن شنبه یې د جنازې مراسمو کې چاودنو ۶ تنه ووژل او ۸۷ نور یې ټپيان کړل.

ښاغلي عبدالله د کابل د تېرې ورځې مظاهره چیانو د دې غوښتنې په ځواب کې چې دی او ولسمشر باید استعفا ورکړي وویل چې که«زما په استعفا سره امنیت راتلای زه حاضریم چې استعفا ورکړم» خو نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې روان کړکېچ د ده په استعفی سره نشي هوارېدای.

نوموړي زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت مشران د خلکو ستونزې درک کړي او هڅه کوي چې ټولو ستونزو ته حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي عبدالله له مظاهره کوونکو هم وغوښتل چې د هېواد روان کړکېچ درک کړي او د وضعیت په سمولو کې له خپل حکومت سره مرسته وکړي.

ښاغلي عبدالله د مظاهره چیانو د یوې بلې غوښتنې په ځواب کې چې انس حقاني باید اعدام شي وویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي او ویې ویل که چېري پر انس حقاني د جرم تورنه ثابت شي قانوني چلند به ورسره وشي.

ښاغلی عبدالله دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې موټر بم چاودنې څه باندې اتیا تنه ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

د یادې چاودنې په غبرګون یو شمېر کسانو د تېرې جمعې په ورځ کابل ښار کې مظاهره وکړه چې وروسته په تاوتریخوالي وواښته چې د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې په کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG