د لاسرسي ځای

بلوچستان های کورټ: په تعلیمي ادارو کې دې د نشه يي موادو مخه ونیول شي


د بلوچستان های کورټ د دغه صوبې د تعليم ادارې ته حکم کړی دی چې په ټوله صوبه کې د سرکاري تعليمي ادارو د نجونو او هلکانو د نشه يي موادو د استمعال معاينه وکړي.

د جمعې په ورځ د بلوچستان های کورټ دوه کسيزه بنچ چې پر قاضي جمال مندو خيل او قاضي نذير لنګاو مشتمل وو د يو ولسي وګړي رقيب خلجي په هغه درخوا ست دا حکم کړي چې پکې ويلي شوي وو چې په تعليمي ادارو کې د زده کوونکو لخوا د نشه يي موادو د کارولو مخه دې ونيول شي.

د عدالت لخوا دغه پريکړه کې د تعليم د صوبایي وزارت سیکټري ته حکم شوی چې دا لړۍ دې په بېلا بېلو پړاونو کې ژر تر ژره تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG