د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي کې کې ګوند د ترکي د هلېکوپټرې ویشتلو ادعا کوي


د کردانو کارګر ګوند «پي کې کې» ادعا کړې چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې یې یو هليکوپټر ویشتی دی.

د ترکیې د پوځ یوه هليکوپټر تېره اوونۍ سقوط وکړ او ۱۳ تنه پکې ووژل شول.

د (پي کې کې) په خبرپاڼه کې چې "فرات" خبري اژانس د جمعې په ورځ خپره کړې، ویل شوي چې د ترکیې د پوځ هليکوپټر د شام پولې ته پرنېږدې سیمه د پرواز پر مهال ویشتل شوی دی.

خو د پېښې په اړه په ابتدايي رپوټونو کې ویل شوي و چې د پوځ یو هليکوپټر تر پرواز لنډه موده وروسته د بریښنا له مزو سره د لګېدو له امله غورځېدلی دی.

په دې پېښه کې د ترکیې د پوځ یو لوړ رتبه جنرال هم وژل شوی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG