د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د اقلیمي بدلون تړون په برخه کې له چین سره همکاري زیاتوو”


د اب او هوا یا د اقلیمي بدلون د مخنیوي له نړیوالې تړون د امریکا د وتلو تر اعلان وروسته د اروپايي شورا مشر ډونالد توسک وویل چې په دې برخه کې له چین سره خپله همکاري زیاتوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نړۍ د هواګرمېدو د مخنیوي لپاره له هغې نړیوالې تړون وځي چې په ۲۰۱۵م کال کې په فرانس کې شوې وه.

د اروپايي شورا مشر د جمعې په ورځپه بروکسل کې د چين او اروپايي اتحادیې تر سرمشريزې وروسته خبریالانو ته وویل چې د امریکا ولسمشر تېروتنه کړې او دوی په دې برخه کې له چین سره د همکارۍ د پراختیا ژمنه کړې ده.

ډونالد توسک وویل، د هواګرمېدو د مخنیوی لپاره تحقیق او په دې اړه د تکنالوژۍ پرمختګ به له امریکا پرته هم دوام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG