د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال په کابل پروسه نومي غونډه کې د افغانستان حالت څېړي


افغان ولسمشر د نړیوالو سازمانونو له استازو سره
افغان ولسمشر د نړیوالو سازمانونو له استازو سره

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له خوا په یو خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې دا غونډه به پر ټاکلي وخت ترسره شي.

کابل: د افغانستان پلازمېنه کابل به د راتلونکې سېشنبې په ورځ د "کابل پروسه" په نوم نړیوالې غونډې کوربه وي.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې به د نړۍ د بېلا بېلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران او استازي برخه واخلي.

د دې غونډې برخه وال به د افغانستان پرسیاسي او امنیتي حالت خبرې کېږي.

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له خوا په یو خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې دا غونډه به پر ټاکلي وخت ترسره شي.

خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ په دې غونډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو له سفیرانو سره لیده کاته وکړل.

دا غونډه په داسې وخت کې تر سره کېږي چې د تېرې چارشنبې په ورځ په کابل کې په یو موټربم چاودنه کې لږ تر لږه نوي کسان ووژل شو او تر څلور سوه زیات ټپیان شو.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې له خوا وویل شو چې دا برید حقاني شبکې د پاکستان د جاسوسي ادارې – آی ایس آی – په همکارۍ پلان کړی او تر سره کړی وو.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر دغه یوازې د افغانستان له خوا تور وباله او د تېر په څېر یې وویل چې دوی په افغانستان کې امن غواړي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې ورستیو کې ډېرې زیاتې کړکېچنې شوې دي. په تېر یوه کال کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ دوه ځله وسله والې نښتې شوې دي.

لومړی د تېر کال په جون میاشت کې پر تورخم او په دویم ځل سږ کال په مې میاشت کې په چمن کې دا نښتې وشوې چې له دواړو غاړو پکې تر ۱۵ زیات کسان ووژل شو.

د افغانستان حکومت پدې غونډه کې له ګډونکونکو غوښتنه کړې چې د ټولې سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره عملي وړاندیزونه وکړي.

XS
SM
MD
LG