د لاسرسي ځای

تازه خبر

ویسټ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړه

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په شپږو وکټونو ماتې ورکړه.

افغانستان بېګا پچه وګټله او لومړی یې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او په ټاکل شوو شلو اورونو کې یې ۱۱۰ منډې وکړې.

د افغانستان له خو په بېټنګ تر ټولو ښه لوبه راشد ارمان وکړه. هغه په ۲۷ بالونو کې ۳۳ منډې وکړې.

د ویسټ له خوا تر ټولو ښه بالنګ جېروم اېورټن ټېلر وکړ چې په څلور اورونو کې یې پنځه افغان لوبغاړي وسوځول.

د ویسټ انډیز لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۷م اور کې د څلور لوبغاړو په سر پوره کړ. تر ټولو ښه بېټنګ پکې مارلون سېمېولز وکړ. نوموړي پنځه دېرش منډې وکړې.

د دې لوبډلو ترمنځ به دویمه شل اوریزه لوبه بېګا تر سره کېږي.

افغانستان ویسټ انډیز ته په دوره تللی دی.
نور وګوره

نور پورته کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

بلاول: که ټاکنې لانجمنې شوې نو پارلمان به هم متنازع شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:15 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG