د لاسرسي ځای

تازه خبر

له جرمني د ستنېدونکیو افغان کډوالو بهیر وځنډول شو


جرمني په کابل کې د چارشنبې تر برید وروسته، د هغو افغان کډوالو خپل هېواد ته د لېږدولو بهیر په عارضي توګه ځنډولی دی چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل پرون وویل، د افغانستان د اوسني امنیتي حالت په اړه د بهرنیو چارو د وزارت د ارزونې تر بشپړېدو به د افغان کډوالو ستنولو بهیر درېدلی وي.

دې وویل، تمه ده چې دا ارزونه تر جولای میاشتې بشپړه شي. مېرکل وویل، په کابل کې جرمن سفارت بیا فعاله شوی دی.

د کابل تر حملې وروسته جرمني د هغې الوتکې پرواز منسوخ کړ چې کابل ته یې افغان کډوال رسول.

مېرکل وویل،د کډوالو د ستنولو بهیر د ځنډولو دا امر به پر مجرمانو، هغو پناه غوښتونکو چې جرمني ته امنیتي خطر بلل کېږي او یا هم چارواکو ته له خپلې رسمي پېژندګلوۍ څخه پر انکاري کسانو نه لاګو کېږي.

دې زیاته کړه چې په رضاکارانه ډول د هغو کډوالو افغانستان ته د ستنېدو پروګرام به روان وي چې د پناه درخواستونه یې رد شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG