د لاسرسي ځای

د فېلپین پولیس وايي، یوه وسله وال د پلازمېنې منیلا پر یوه قمار خانه تر برید وروسته ځان وژلی دی.

پولیسو نن وویل، دې کس تېره شپه په قمار خانه کې ډزې وکړې او د جوارۍ مېزونو ته یې اور واچاوه.

دوی وايي، داسې ښکاري چې دا کس د ډاکې په نیت ورغلی وو او دا چې دا پېښه له ترهګرۍ سره نه ده تړلې. پولیس وايي، په قمارخانه کې یې د ۳۴ کسانو مړي موندلي دي چې ښايي د اور لګېدو پر مهال د سا بندېدو له کبله مړه شوي.

د ملي پولیسو مشر رونالډ ډېلا روسا یوې راډيو ته وویل، دې وسله وال په قمار خانه کې پر خلکو ډزې نه دي کړي. دی وايي، دا کس تر ساعتونو په قمار خانه کې وو او تر نیمې شپې لږ وروسته یې له پولیسو سره ډزې پیل کړې.

روسا وايي، کېدای شي دې کس له قمار خانې پیسې غلا کول غوښتل. د دې سړي مړی نن سهار وختي د منیلا له هوايي ډګر سره نېږدې د یوه هوټل په کوټه کې موندل شوی. پولیس وايي، داسې ښکاري چې دې مشکوک کس پر خپل ځان تېل اچولي او بیا یې ځان ته اور اچولی وو.

چارواکي وايي، د پولیسو او وسله وال په نښته کې لږ تر لږه ۵۴ کسان ژوبل شوي.

XS
SM
MD
LG