د لاسرسي ځای

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، انټرنیټي غله کېدای شي له هېواد سره د مینې د جذباتو له کبله پر هېواد انتقاد کوونکي په نښه کړي خو ټینګار یې وکړ چې په انټرنیټي بریدونو کې حکومت هېڅ لاس نه لري.

دا خبره پوتین تېر مازیګر په سېنټ پیټرزبرګ کې د نړیوالو خبري اژانسونو له لوړپوړو مدیرانو سره په لیدو کې په داسې حال کې کړې چې امریکايي استخباراتي ادارې وايي، تېر کال، د کرېملېن په لارښوونو پر امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو د اثر لپاره د انټرنیټي غلاګانو او پروپیګنډې کیمپېن چلول شوی وو.

د دې په ځواب کې چې داسې اندېښنې دي چې روسي انټرنیټي غله ښايي روان کال د جرمني په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، پوتین وویل، په نظري ډول دا ممکنه ده چې پر هېواد مین انټرنیټي غله پر هغو برید وکړي چې د روسیې په اړه منفي څرګندونې کوي.

ده پر ټېلېوېژن په خپرې شوې دې غونډې کې وویل، ((همدا مهمه ده چې پر حکومتي کچ دوی په دې کار کې هېڅ کله ککړ نه ول.))

پوتین زیاته کړه چې انټرنیټي غله د هر هېواد وګړي کېدای شي.

XS
SM
MD
LG