د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ځانمرګیو بریدګرو ډله ونیول شوه


ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت منسوبینو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو اړوند د ځانمرګيو او وسله والو بریدونو ترسره کوونکي ۶ کسیزه ډله ونیوله.

خوږیاڼی وداندې وایي، د وسله والو طالبانو د پېښور شورا د طاهر په نوم یو تن چې په ابوذر مشهور دی،ننګرهار ته په دې موخه را لیږلی و، ترڅو د دې ولایت په مرکز کې پر یو شمیر مهمو ادارو ځانمرګي او وسله وال ډله ییز بریدونه ترسره کړي،چې موخې ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.


نیول شوو کسانو کې د عزیز الله په نوم ځانمرګی بریدګر،د رحمت الله په نوم د برید پلان کوونکی،نزاکت مشهور په وفا د ځانمرګي بریدګر لارښوود ، نورعلي د ځانمرګي بریدګر ساتونکی او قاري زاهد د ځانمرګي بریدګر لېږدوونکی شامل دي.


په نیول شوو کسانو کې یو تن د ځانمرګي برید په موخه په ځان پورې باروت هم تړلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG