د لاسرسي ځای

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ایفل څلي څراغونه بېګا شپه په کابل کې د چارشنبې خونړۍ چاودنې له ویرجنو سره د پیوستون ښودلو لپاره مړه شول.

د پاریس ښاروال ان هیلد الغو وویل، له کابل سره په دې شکل خپله خواخوږي څرګندوي.

ایفل څلي چې درې سوه څلرویشت میتره لوړ دی، په ۱۸۸۹ میلادي کال کې جوړ شو.

کله چې په نړۍ کې ډېره مهمه خونړۍ ترورېستي پېښه وشي، نو د دې څلي څراغونه مړه شي او پېریس په دې توګه له ویرجنو خلکو سره خپله خواخوږي او غمشریکي ښيي.

XS
SM
MD
LG