د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۱ غړیو اعدامولو حکم


یوې حکومتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د حقاني شبکې او د طالبانو د ۱۳ تنو غړیو نوملړ چې د مرګ سزا ورته اورول شوې، افغان ولسمشر یې منظوري ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د یوه ټانکر موټر د چاودنې له امله لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

د افغانستان د ملي امنیتي عمومي ریاست وویل چې یاد برید د وسله والو طالبانو یوې څانګې حقاني شبکې تر سره کړی دی.

تر یادې چاودنې وورسته ګڼو مدني بنسټونو او د افغان حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو د یادې چاودنې په عکس العمل کې له افغان حکومت نه د حقاني شبکې د زنداني غړو د اعدام غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې چې تېر کال هم افغان حکومت د کابل پل محمود خان سیمه کې د رجال برجسته د حفاظت پر ریاست تر انتحاري حملې وروسته د حقاني شبکې ۶ غړي اعدام کړل.

XS
SM
MD
LG