د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېرکل: کابل کې حملې څرګنده کړه چې ترورېزم سرحد نه‌لري


د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل نن وویل، د کابل حملې څرګنده کړه چې ترورېزم سرحد نه‌لري.

مېرکل څرګنده کړه چې په کابل کې د دوی سفارت ته نېږدې زورورې او وحشتناکې چاودنې پر ټولو اغېز کړی دی.

مېرکل نن د جرمني په نورمبرګ ښار کې د وینا پر مهال وویل:

"دا ګړۍ موږ ته څرګندوي چې ترورېزم پوله نه‌پېژني، ترورېزم پر موږ ټولو حمله کوي او له منچسټره تر استانبول، پاریس، سن پټرس بورګ او کابله ټول‌یې هدف یو، موږ ټول، پر ټولو پولو اوښتي، په دې وحشت خواشیني او متحد یو خو پر ضد یې په مبارزه کې هم ټول هغه خلک چې پر قانون، ازادي او انساني کرامت باور لري له اروپا تر امریکا، افریقا او افغانستانه سره متحد دي، یقیناً، موږ به د ترورېستانو پر ضد جګړه جاري وساتو او وبه‌یې ګټو."

ټاکل شوې وه چې د پناه غوښتونکو افغانانو یوه ډلګۍ نن بېرته افغانستان ته واستول شي خو د جرمني حکومت وویل چې دا پلان‌یې د څو ورځو لپاره شاته کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG