د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د کابل پر چاودنې خواشیني څرګنده کړه


اروپايي ټولنې په کابل کې په نننۍ چاودنه کې د ملکي خلکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو د مشرې ویاندې، نن له بروکسله په اعلامیه کې وویل چې په کابل کې د دوی مأموریت د چاودنې له امله د اروپايي هېوادونو د سفارتونو له هغو کارکوونکو سره چې د چاودنې له امله زیانمن شوي، مرستې ته چتمو دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنيو اړیکو د مأموریت ویاندې مایا کوچیانچیچ وویل:

"حمله د روژې په مبارکه میاشت کې شوې چې خلک عبادت کوي، موږ په اروپايي اتحادیه کې د افغانستان خلکو ته دعا کوو چې سولې ته ورسېږي او موږ به دې هدف ته کار کوو، اروپايي اتحادیه د سولې او پخلاینې لپاره د ټولو ګامونو ملاتړ ته تعهد لري، موږ همداراز د افغانستان د ټولو ادارو چې د هغه هېواد له ثبات سره مرسته کوي، خپل ملاتړ جاري ساتو، موږ د نړیوال ترورېزم له خطر سره په مبارزه کې د افغانستان له چارواکو او ولس سره متحد یو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم دا حمله وحشتناکه بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG