د امریکا سپینې ماڼۍ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او جرمن وزیراعظمې انګیلا میرکل ترمنځ اړیکې ستایلي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د سېشنبې په ورځ ناوخته د ډونلډ ټرمپ او انګیلا میرکل په اړه وویل:
” دوی له یو بل سره ډیرې ښې اړیکې لري. ولسمشر ټرمپ هغې ته ډیر درناوی لري. دوی دواړو د اوو صنعتي هیوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو پر مهال په خپل منځ کې شته تړاو نور هم پیاوړی کړ. نه یوازې جرمني بلکې ټوله اروپا د امریکا له مهمو اتحادیانو څخه ده.“
دا له هغه څو ساعته وروسته ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټیوټر پاڼه له جرمني سره د امریکا پر تجارتي خساره نیوکې وکړې او پر جرمني یې ږغ وکړ چې د ناټو د ملاتړ لپاره پر خپلو دفاعي چارو نورې پېسې ولګوي.
جرمني په پرلپسې توګه د ولسمشر ټرمپ پر دې څرګندونو تنقید وکړ.