د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار نننۍ خونړۍ چاودنه وحشیانه کړنه بللې او په کلکو ټکیو یې غندلې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل ښار کې په نننۍ {چارشنبه} چاودنه کې ۹۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

به کابل کې چاودنه د چارشنبې سهار شااوخوا ۸ نیمې بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د زنبق څلور لارې ته څېرمه وشوه. په دغه سیمه کې د افغانستان علومو اکاډمي، د جرمني سفارت او نورې مهمې ودانۍ دي.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ترهګرې ډلې چې د اسلام په نامه خلک وژني او جنګي جنایتونه ترسره کوي، له دیني لارښوونو بې خبره دي.

اعلامیه زیاتوي افغان حکومت د نړۍ په ځانګړې ډول له اسلامي هېوادونو تمه لري، چې د دغو ترهګرو ډلو د ملاتړیو پرضد تر پخوا زیات فشارونه راوړي او اجازه ورنه کړي چې له ترهګرۍ (تروریزمه) د هېوادونو پرضد د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

په ورته وخت کې روسیې، هند، پاکستان او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د کابل ښار پېښه وغندله.

د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په دغه پېښه کې د افغان سرتېرو ستاینه شوې چې په خپل وخت یې د پېښې قربانیانو ته ځانونه رسولي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG