د لاسرسي ځای

مصر له روسیې غوښتي چې د اسلامي سختدريځو پر وړاندې په جګړه کې ورسره مرسته وکړي چې په دغه هېواد کې يې خونړۍ حملې کړي دي.

د مصر او روسیې لوړپوړو چارواکیو د دوشنبې په ورځ په قاهره کې سره ولیدل.

مصر د ليبيا په ختيځ کې د سختدريځو پر روزنيزو مرکزونو هوايي حملې کوي او دا تر هغه وروسته کوي چې د تېرې جمعې په ورځ پر عيسويانو په حمله کې ۲۹ کسان ووژل شول او داعش ډلې د دې حملې مسؤليت ومانه.

د مصر حکومتي ځواکونه په سينا ټاپووزمه کې له داعش جګړه مارو سره لاس او ګرېوان دي.

دغې ډلې د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر مياشت کې د هغې چاودنې مسوليت ومانه چې يوه روسۍ الوتکه‌ يې نسکوره کړه او ۲۲۴ مسافر يې ووژل.

د مصر د بهرنیو چارو وزير سمیع شکري په قاهره کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې د دوشنبې په ورځ وويل:

"موږ هیله لرو، روسیه به تر خپله وسه هڅه وکړي چې له موږ سره په ګډه د ترورېزم د له‌منځه وړلو لپاره کار وکړي."

ده وويل، مصر له روسیې څخه د امنيت او استخباراتو په برخه کې د ترهګرۍ پرضد همکاري غواړي.

XS
SM
MD
LG