د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې موټر بم چاودنې شل تنه وژلي


په بغداد کې نن په یوه موټر بم چاودنه کې شل کسان وژل شوي او اتيا نور ټپيان شوي دي.

اسلامي دولت سخت دريځې ډلې یا داعش د هغې حملې مسئولیت ومانه چې تېره شپه‌يې د عراق په پلازمېنه کې ديارلس کسان ووژل او څلوېښت نور يې ټپيان کړل.

يو څو ساعته وروسته په کرخ ولسوالۍ کې يوې بلې چاودنې اووه کسان ووژل او ۳۸ يې ټپيان کړل.

د دې حملې مسئوليت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

داعش د عراق شيعه اکثريت غير مسلمانان ګڼي او ډېری وختونه حملې پرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG