د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: دوه ځانمرګي بریدګر ووژل شول


د کابل امنیه قومانداني وايي دوه تنه چې پر خپل بدن یې باروت تړلي ول، او د پولیسو تر تعقیب لاندې ول، خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې د خپلو چوونکیو توکیو له چاودنې وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد مشال راډیو ته وویل، پېښه نن سېشنبه/نهې ورځ شا اوخوا ۳ نیمې بجې د یولیسمې امنیتي حوزې اړوند چمن جومات په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وايي په دغه پېښه کې بلڅوک ته نه دی زیانمن شوی.

تراوسه د دغې حملې مسولیت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG