د لاسرسي ځای

په تیرا کې د امن لښکر دوه غړي وژل شوي دوه ژوبل دي


د خیبر ایجنسۍ چارواکي وايي، بېګا شپه په تیرا نرۍبایه کې د حکومت پلوه امن لښکر توحیدالاسلام د غړیو پر یو ګاډي د سړکغاړې چاودنه شوې ده چې پکې دوه رضاکاران وژل شوي او یو ژوبل دی.

په سیمه کې امنیتي چارواکو په سېشنبه مشال راډیو ته وویل، د پېښې پلټني یې پیل کړي دي.

د تیر اتوار په ورځ هم په بازار زخه خېلو کې د امن لښکر د دوو ډلو په خپلمینځۍ جګړه کې څلور رضاکاران وژل شوي ول او پینځه ژوبل ول.

XS
SM
MD
LG