د لاسرسي ځای

د جرمني وزیر اعظمې انګلا مېرکل پر امریکا د اروپا د اتکا په اړه خپل شکونه نور هم زیات کړل.

دې دوشنبې په ورځ په برلین کې د پایېدونکي پرمختګ په اړه کنفرانس ته په وینا کې خپلې هغه خبرې په لا وضاحت تکرار کړې چې یوه ورځ وړاندې یې پر امریکا د اروپا د اتکا ورځو د پای ته رسېدو په هکله کړې وې.

دې ویلي له امریکا او بریتانیا سره د اړیکو ساتل مهم دي خو نور هغه ورځې په یو نه یو ډول پای ته رسېدلي چې اروپا به پر دغو هېوادونو اتکا کوله.

مېرکل وویل:

"وروستیو ورځو ما ته وښودله چې هغه وخت تر ډېره پای ته رسېدلی چې موږ به پر نورو بشپړه اتکا کولای شوی."

دې په عین حال کې وویل، له دې سره سره لا هم د اتلانتیک د دواړو خواوو، یعنې امریکا او اروپا د اړیکو پر اهمیت باور لري.

مېرمن مېرکل زیاته کړه:

"موږ د اتلانتیک د دواړو خواوو د اړیکو اهمیت منو. دا منو چې د اتلانتیک د دواړو خواوو اړیکې زموږ ټولو لپاره خورا ډېر اهمیت لري."

مېرمن مېرکل دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ۷ سترو صنعتي هيوادونو په وروستۍ غونډه کې د پاریس د اقلیمي تړون په تصویب کې ستونزې پېښې شوې.

XS
SM
MD
LG