د لاسرسي ځای

د کوټې ډي اېس پي عمرالرحمان په هدفي برید کې ووژل شو


د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ناڅرګند وسله والو کسانو له ډزو د پولیسو یو ډي اېس پي وژ ل شوی او یو سب -انسپېکټر ژوبل شوی دی. بېګا شپه ډي اېس پي عمر الرحمان او د هغه وراره سب - انسپیکټر بلال شمس په خپل موټر کې پر جېل روډ خپل کور ته روان ول چې پر ګاډي یې ناڅاپه ناڅرګندو وسله والو ډزې وکړې، دغه مهال دوی دواړه سخت ژوبل شول چې وروسته عمر الرحمان له سختو ټپونو ساه ورکړه. د یادولو ده چې ډي اېس پي عمرالرحمان د پخواني ډي اېس پي شمس الرحمان ورور وو چې د ۲۰۱۳ کال د اګست په اتمه نېټه د کوټې پولیس لاین کې په ځانمرګي برید کې وژل شوی وو. د ایوب ترین راپور

XS
SM
MD
LG