د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پوتین تر داعش هم لوی خطر دی"


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

امریکايي سناتور جان مککېن وايي، روسۍ ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړیوال امنیت لپاره تر داعش ډلې هم لوی خطر دی.

مککېن په دوشنبه د اسټرالیا له «ABC» ټېلیویژن سره په مرکه کې وویل، څه چې پوتین کوي د داعش تر فعالیتونو زیات خطرناک دي.

"فکر کوم چې ولسمشر پوتین تر ټولو حتا تر داعش ډلې هم ستر او مهم خطر دی، فکر کوم چې طبعاً داعش خو بد کارونه کوي، خو روسانو هم هڅه وکړه چې د ډموکراسۍ بنسټ ویجاړ کړي او دا هم هغه د امریکا د انتخاباتو د نتیجې د بدلولو هڅه وه."

سناتور مککېن د امریکا سنا پوځي خدماتو کمېټې مشر او په بهرنیو چارو کې د کانګرس غږ ګڼل کېږي.

مککېن همداراز وویل، روسیې ته د ډېر ستر چېلنج په سترګه ګوري، نو ځکه‌ یې پر مسکو د بندیزونو زیاتولو غوښتنه وکړه.

سناتور مککېن همداراز یادونه وکړه باور لري، د ولسمشر ټرمپ لخوا د ملي امنیت ګمارلې ډله به داسې ستراتیژي جوړه کړي چې نتیجه به‌ یې په افغانستان کې بریالیتوب وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG