د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې د طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي


د افغانستان په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو لخوا دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادۍ راډیو ته نن وويل چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو له خوا فارسي ولسوالۍ لپاره ملاحسن او ادرسکن ولسوالۍ لپاره ملا رحمت الله په نامه ولسوالان نن په عملياتو کې وژلي دي.

د ده معلوماتو له مخې په يوه بله جلا پېښه کې د وسله والو طالبانو څلور غړي چې غوښتل يې د فارسي ولسوالۍ اړوند سیمه کې ماین ځای پرځای کړي د خپل ماین ښکار شوي او وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو لا د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG