د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوډشيډينګ خلاف مظاهره: دوه کسان وژل شوي دي


د ملاکنډ ضلعې ډپټي کمشنر ظفرعلي شاه نن مشال ريډيو ته وويل چې دې نښټه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه زخميان دي. په وژل شوو کې د تحريک انصاف ګوند د ځوانانو څانګې يو مشر جاويد طوفان هم دی.

بلخوا ځايي خلکو نن مشال ريډيو ته وويل چې د روژې په مياشت او ګرمۍ کې د بجلۍ نه شتون ډېر په تکليف کړې وو چې له وجې يې په مظاهره مجبوره شول. د ملاکنډ ضلعې ډپټي کمشنر ظفرعلي شاه وايي چې د مظاهره چيانو شمېر د څلور زرو په خوا او شا کې وو چې د ملاکنډ – درګۍ په واپډا دفتر کې يې کاغذونه سوځولي او دروازه يې ماته کړې ده.

د ځايي خلکو په وينا دوی مړي په درګۍ بازار کې د احتجاج په ډول ايښي دي. خو ظفر علي شاه مشال ريډيو ته وويل: ((موږ ورسره په مذاکراتو بوخت يو چې بندې کړې لارې پرانيزي.))

په تېروو دوو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې بجلي پرې شوه چې له وجې يې په ټولنيزو مطبوعاتو کې هم خلکو پر حکومت سختې نيوکې وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان د موسمياتو اداره وايي چې راتلونکې ورځو کې به ګرمي زياته وي خو د باران امکان شته. د دې ادارې يو چارواکي ډاکټر محمد حنيف مشال راډيو ته وويل چې د ګرمۍ زياتېدو له وجې په غرونو واوره ويلي کيدای او په سيندونو کې د اوبو کچه زياتيدلی شي. نوموړی وايي: (( د ګلګت بلتستان، پاکستان واک لاندې کشمير او خېبرپښتونخوا په خوړونو کې اوبه زياتېدل شروع شوي دي چې نورې هم ډېريدلی شي.))

XS
SM
MD
LG