د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټریلیا افغانستان ته نور پوځيان ليږي


اسټریلیا وايي په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پرضد جګړه کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره به ديرش نور پوځیان واستوي.

د اسټریلیا دفاع وزیر میریز پاین نن د دغه هېواد د سینیټ یوې کمیټۍ ته وویل چې د نېټو او امریکا په غوښتنه افغانستان کې د خپلو پوځي سلاکارانو شمیره زياتوي. نوموړي وویل د ترهګرۍ پرضد نړیواله جګړه کې افغانستان ډیر اهمیت لري او دې ته په کتو سره د نورو پوځيانو ليږل سم او مناسب دي.

له دې ګام سره به په افغانستان کې د اسټریلوي پوځیانو شمیره ۳۰۰ ته ورسیږي چې ټول یې جنګي ذمه وارۍ ترسره کوي.

په افغانستان کې دا مهال د نېټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو کې د ۳۹ هېوادنو ۱۳۵۰۰ پوځیان شامل دي چې پکې ۸۴۰۰ امریکایان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG