د لاسرسي ځای

تازه خبر

توحيد اسلام امن لښکر خپل منځۍ نښته کې څلور وژل شوي


د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي تیره شپه د خیبر ایجنسې په بازار ذخه خیلو کې د توحیدالاسلام په نوم امن لښکر د دوه ډلو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي او پنځه زخميان دي.

يو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال ريډيو ته نن وويل چې نښته د کمانډر خان محمد او کمانډر محمود کسانو ترمنځ شوې چې تر ډيره وخته پورې یی دوام لرلو. له پېښې وروسته ايف، سي ځواکونو د دواړو ډلو ترمنځ ډزبندي کړي.

توحیدالاسلام په نامه امن لښکر له يوې اوږدې مودې راهيسې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ په بازار زخه خېلو سيمه کې د وسله والو خلاف فعاليت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG