د لاسرسي ځای

ځانمرګې حملې حرامې دي: ديني عالمان


راپور: صفي الله ستانکزی

پراګ - د پاکستان ځینو دیني عالمانوفتوا ورکړې چې ځانمرګې حملې حرامې دي.

د شنبې په ورځ د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د یوه سیمینار پر مهال دیني عالمانو ځانمرګو حملو، وسله وال مخالفت او د زور په کارولو سره د اسلامي شریعت نافذولو پرضد فتوا ورکړه.

دغه دیني عالمان د پاکستان دیني مدرسو، عربي مدرسو، د پاکستان عالمانو شورا او د کراچۍ دارالعلوم په استازیتوب سره راټول شوي وو.

جهاد او ترهګري سره توپیر لري او د جهاد اعلان یواځې د یوه اسلامي دولت کار دی. مفتي نعيم

د دوی تر منځ پیژندل شوي مفتیان مولانا رفیع عثمان، مفتي منیب الرحمن، مفتي نعیم، مولانا حمید الحق او ځینې نور شامل وو.

مفتي نعیم له جيو نیوز ټي وي سره په خبرو کې وویل:

" د ټولو مذهبي ډلو عالمانو په ګډه دا فتوا ورکړه چې ځانمرګې حملې حرامې دي. ټول دا غواړي هغه خلک چې زمونږ په هېواد کې پریشاني رامنځته کوي او په کورنیو جنجالونو سربېره نړیوال زیانونه هم رسوي هغه باید کمزورې شي. همداراز کوم خلک چې زمونږ ځوانان د مذهب په نوم بې لارې کوي هغه باید لرې کړای شي."

مفتي نعیم دا هم وویل چې جهاد او ترهګري سره توپیر لري او د جهاد اعلان یواځې د یوه اسلامي دولت کار دی.

په پاکستان کې په خپله دیني مدارسو په اړه هم بیلابیل نظریات موجود دي.

کوم خلک چې زمونږ ځوانان د مذهب په نوم بې لارې کوي هغه باید له منځه يوړل شي. مفتي نعيم

د کرایسز ګروپ د یوه پخواني تحقیق پر بنسټ په پاکستان کې له نفوذ ډکه مذهبي سیاسي ګوندونه لا له دې ډېر لرې دي چې خپله له تشدد ډکه جهادي نظریه پریږدي.

د دغه تحقیق له مخې دا مذهبي سیاسي ډلې له ځایي او سیمه ییزو ترهګرو ډلو سره چې پکې فرقه یي مخالفان، پاکستاني او افغان طالبان او القاعده ډلې شاملې دي اړیکې لري.

له څو کلونو راهیسې هغه ډلې چې نه یواځې د افغانستان د حکومت بلکې د نړیوالې ټولنې د خبرو په اساس مرکزونه یې په پاکستان کې دي په سیمه کې نا امنیو ته زور ورکړی دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG