د لاسرسي ځای

د ليبيا يوې وسله والې ډلې فعاليت ختم کړی


د ليبيا انصارالشريعه وسله والې ډلې ويلي چې خپل فعاليتونه ختموي.

دا ډله د القاعده سره تړل کېږي چې په۲۰۱۲ کال کې ورباندې د بن غازي د هغه بريد پړه اچول شوې چې پکې امريکايي سفير کریسټوفر سټيونز وژل شوی وو.

دې ډلې د شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا پرېکړه يې تر هغې وروسته کړې چې د درنو زيانونو په ليدو سره يې مشران له منځه تللي.

انصارالشريعه د لیبيا په دوهم لوی ښار، بن غازي کې فعاله وه او د سلګونو ليبيايي سرتيرو وژلو تور هم پرې پورې دی.

دا ډله د ليبيايي آمر، معمر قذافي حکومت تر ړنګېدو ورسته، په ۲۰۱۲ کال کې له دوو وړو ډلو جوړه شوه چې د امريکا او ملګرو ملتونو له خوا ترهګره اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG