د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصري چارواکي وايي په لیبیا کې یې بریدونه پیل کړي


د مصر سرکاري ټيليویژن واييپر قبطي عيسويانو تر مرګوني بريد وروسته په ګاونډي هيواد ليبيا کي د مصر هوايي ځواکونو د ترهګرو پر کيمپونو بريدونو پیل کړي دي.

د دې بريدونو تر خبر لږ شېبه وړاندې د مصر ولسمشر جنرال فتح السيسي ويلي وو چي د ترهګرو کيمپونه چې هر چرته هم وي پر ضد به يې په کاروايي کي هيڅ ځنډ ونه کړي.

د مصري چارواکو په وینا ،تير سهار د قبطۍ عيسويان پر بس برید وشو چي لږ تر لږه اته ويشت کسان پکې ووژل شو او ۵۰ نور ټپیان شو.

که څه هم تر دا مهالهد دې بريد ذمه واري چا نه ده اخستې خو تر دې وړاندې پر قبطي عيسويانو د عمومي بريدونو ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG