د لاسرسي ځای

ننګرهار: ډرون بريد د داعش دوه وسله وال وژلي


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې هلته د نازیانو ولسوالۍ په باره خيلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد تر سره کړی چې په ترڅ کې يې دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت جسین مشرقیوال د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل ، د هسکې مينې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پولیسو د پلټنو پر مهال د دغه ولسوالۍ د احمد خيلو سيمه کې يو تن داعش وسله وال چې د ايران له هیواد سره تعلق لري، نيولی چې دا مهال دترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیريتد کارمندانو تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG