د لاسرسي ځای

د بریتانیا حکومت یوه سرچینه وايي، هغه هېواد افغانستان ته اضافي سرتېرو استولو ته تیار دی.

دې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو موخه د ناټو د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره د برتانیوي ژمنو د دوام ښکارندويي کول دي.

سرچینې دا نه دي ویلي چې لندن به نور څومره سرتېري افغانستان ته واستوي خو زیاته کړې یې ده چې دا سرتېري به د وسله والو پر ضد په مبارزه کې د افغان ځواکونو مرسته کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بېګا مشال راډیو ته وویل، د اضافي برتانیوي سرتېرو په اړه ورته رسماً څه نه دي ویل شوي خو نوي ځواکونه که ور استول کېږي نو هغوی به د افغان سرتېرو د روزنې، مشورو او د هوايي ځواک پیاوړي کولو چارې پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG