د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: ناټو دې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې لا نور اقدامات وکړي


امریکايي ولسمشر د ناټو پر غړو هېوادونو غږ کړی دی چې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې لا نور اقدامات وکړي او کډوالي او له روسیې څخه ورپېښ ګواښونه د خپلو اجنډو په سر کې وساتي.

ډونلډ ټرمپ تېره ورځ په برسلز کې د ناټو سرمشریزې ته په وینا کې وویل، ((د مستقبل ناټو باید پر ترهګرۍ او کډوالۍ او له روسیې او د ناټو [غړو هېوادونو] له ختیځو او جنوبي پولو څخه پر ورپېښو ګواښونو زیاته توجه وکړي.))

ټرمپ چې پخوا یې د ناټو اتحاد له کاره لوېدلی بللی وو، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې غړي هېوادونه باید د خپلو دفاعي لګښتونو په زیاتولو، اتحاد ته ((د خپلو ونډو پوره)) پیسې ورکړي.

تر ټرمپ مخکې د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي ول چې د ناټو اتحاد غړي به د اسلامي دولت ډلې پر ضد په نړیوال اېتلاف کې پر ګډون سلا شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG