د لاسرسي ځای

'د امنیت تر ټینګښت وروسته به د قبایلي سیمو سرشمېرنه کوو'


د پاکستان د شماریاتو اداره وايي، د قبایلي سیمو په ځېنو برخو کې به سرشمېرنه د پوځي عملیاتو تر بشپړېدو وروسته پیلوي.

د دې ادارې ویاند حبیب الله خټک تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، دا سرشمېرنه او کورشمېرنه به د مومندو او شمالي وزیرستان په ځېنو سیمو کې کېږي:

((داسې علاقې شته چې د [امنیت له پلوه لا هم له وسله والو نه دي پاکې شوې.] په هغو کې د [شمالي وزیرستان] د دته خېلو تحصیل دی او بل د مومندو، بایزو تحصیل. د دې سیمو ځېنې کلي له سرشمېرنې او کورشمېرنې پاتې دي.))

خټک دا څرګندونې پر داسې وخت وکړې چې په پاکستان کې د سرشمېرنې بهیر د چارشنبې (یا شورو) پر ورځ پای ته ورسېد. په هغه هېواد کې وروستۍ سرشمېرنه په ۱۹۹۸ز کال کې شوې وه.

XS
SM
MD
LG