د لاسرسي ځای

ناټو څرنګه فعالیت کوي او ولې اهمیت لري؟


د نړۍ د نورو وسله‎والو ټولنو او یا ائتلافونو برعکس ناټو خپلې وسلې نه لري.

د ناټو جنګي کښتۍ، جنګي الوتکې، میزائیل او شاوخوا درې میلیونه پوځي پرسونل د هغو ۲۸ هېوادونو دي چې په دې تړون کې غړیتوب لري.

یوازیني تجهیزات چې د ناټو خپل دي هغه یو شمېر څارګرې رادار الوتکې دي.

دغه راز له راتلونکي کاله به دا تړون پینځه څارګرې ډرون الوتکې هم ولري.

د ناټو (شمالي اټلانټیک تړن سازمان) مرکز د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې دی او هر هېواد چې په دې تړون کې د شاملېدو شرایط پرځای کړي غړی یې جوړېدلای شي.

بوسنیا، مقدونیا او جورجیا هغه هېوادونه دي چې په ناټو تړون کې يې د شامیلېدو پهیر پیل کړی دی.

پخوانی شوروي اتحاد او اوسنی روسیه په مختلفو دلایلو سره د ناټو تړون د موجودیت دلیل دی.

متحده ایالات پرته له شکه د ناټو تړون تر ټولو لوی او زیات لګښت ورکوونکې غړي دي او همدې په پام سره د ناټو د فعالیت په څرنګوالي کې د امریکا دریځ او خبره لوی اهمیت او رول لري.

خو د ناټو تړون پریکړې د غړو هېوادونو په اجماع سره کېږي په دې معنی چې د البانیا د ویټو حق هغومره اهمیت لري څرنګه چې په دې تړون کې د امریکا د ویټو حق دی.

څوک د ناټو چارې پر مخ وړي؟

ناټو هره اوونۍ د غړو هېوادونو د استازو په توګه په خپل مرکز بروکسل کې غونډه کوي او د دې تړون د وزیرانو او مشرانو په سطحه کنفرانسونه بیا د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ له‎خوا تنظیميږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د دې تړون د مرکزي دفتر چارې پر مخ وړي.

سټولټنبرګ د ناټو تړون امرونه نه صادوري بلکې دی د غړو هېوادونو په اجماع سره د دې تړون په استازیتوب خبره کوي.

سټولټنبرګ د ناټو تړون امرونه نه صادوري
سټولټنبرګ د ناټو تړون امرونه نه صادوري

ولې متحده ایالاتو ناټو تړون ته اهمیت ورکوي حال دا چې واشنګټن په پوځي چارو کې تر ډېره خپلې چارې په یوازې سر ترسره کوي؟

ناټو تړون هغه نړیوال فورم دی؛ چېرته چې امریکا خپل پوځي توانمندي د مذاکراتو لپاره وړاندې کوي او کولای شي چې په بېلابېلو ډولو سره د چارو د پرمخ بیولو لپاره د خپلو متحدانو نظر واخلي.

ناټو کوم ماموریتونه پر مخ وړي؟

ناټو په بالکان سیمه کې د سولې په ټینګښت کې اساسي رول لري او په افغانستان کې د طالبانو خلاف د دې تړون د تاریخ تر ټولو اوږد پوځي ماموریت پرمخ وړي.

که څه هم اوس پخوانی شوروي اتحاد نشته، خو ناټو اوس هم روسيې ته د امنیتي ګواښ په نظر ګوري او د روسيې پولي ته نېږدې د خپلو غړو هېوادونو ساتنه کوي.

په دې سربېره ناټو تړون دا مهال د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش پر ضد په نړیوال ائتلاف کې هم شاملیږي.

XS
SM
MD
LG