د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسيه کې د یوې ورځپاڼې مدیر مسؤل وژل شوی


روسي چارواکي وايي، د سایبریا په مینوسینسک ښار کې د یوې ورځپاڼې مدیر مسؤل په ډزو وژل شوی دی.

چارواکي وايي، کيدای شي هغه د خپل کار په تړاو وژل شوی وي.

د سایبریا په کراسینورسک کرای کې د تحقیقاتو د یوې ډلې ویاندې اولګا دیګید ویلي د ورځپاڼې د مدیر مسؤل ډیمیټري پوپکوف مړی پرون شپه ناوخته د هغه له کوره په مینوسینک ښار په داسې حال کې موندل شوی چې په بدن یې د زیاتو ډزو ټپونه ښکارېدل.

تحقیقاتي ډلې د پوپکوف د وژنې د دلایلو د راټولولو لپاره قضیه پرانیستې او یوه په‎کې د هغه د حرفه‎يي کارونو مسئله ده.

د رسنیو مدافع ډلو ویلي چې روسیه کې هغه ژورنالیستان چې په لویه او وړه کچه په چارواکو پسې رپوټونه جوړوي په ځان د حملې خطر قبلوي او باید هغه کسان محاکمه شي چې دا ژورنالیستان وژني یا یې ځوروي.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب نیویارک مېشتې کمېټې ویلي، په روسیه کې له ۱۹۹۲ کال راهیسې د ۳۷ هدفي وژنو په شمول ۵۷ ژورنالیستان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG