د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو به د داعش په اړه نړیوال ائتلاف سره یوځای موافقه شي


د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، نن(پنجشنبه) به د ناټو غړي هېوادونه له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د مبارزې په برخه کې له نړیوال ائتلاف سره په یوځای کېدو موافقه وکړي.

هغه دا خبره نن په بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته وکړه:

"موږ به نن د عمل په یوه پلان موافقه وکړو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هڅو کې ناټو څنګه مخته ولاړه شي. د عمل په دغه پلان کې ډېرې برخې موجودې دي یو یې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د مبارزې برخه کې له نړیوال ائتلاف سره یوځای کېدل دي."

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، که څه هم دا پلان په عراق او شام کې د ناټو جنګي ماموریت نه برابروي خو له ترهګرۍ سره به د مبارزې برخه کې د ناټو سازمان غښتلی پیغام وړاندې کړي.

د نن ورځې په غونډه کې چې د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه په‎کې ډونالډ ټرمپ هم برخه اخلي د ناټو په مالي لګښتونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو بحث کېږي.

تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن هم ټینګار کړی چې د ناټو سازمان له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې برخه کې د ۶۸ هېوادونو په نړیوال ائتلاف کې دایمي غړیتوب واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG